د پکتیا په جاني خېلو کې امنیتي ځواکونه له خپل موقعیت په شا شوي

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، تېر ماښام افغان ځواکونو په جاني خېلو کې د ولسوالۍ له موقعیت څخه په شاه تګ کړی دی.

نن سهار د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د ټیلیفون پر لیکه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د ولسوالۍ د مقام موقعیت د جاني خېلو له ښارګوټي سره نېږدې دي، وسله والو مخالفینو د ولسوالۍ پر سیمه د درنو وسلو ډزې کولې، د دې لپاره چې په ښارګوټي کې ملکي وګړي زیانمن نه شي، نو د دوی ځواکونو له هغه ځایه تېر ماښام په شا تګ وکړ.

ده وویل، هلته د وسله والو طالبانو په بریدونو کې دوه سرتیري وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې هم ۱۵ وسله‎وال وژل شوي او خواوشا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان زیاته کړه:

"تېر ماښام اووه بجې زموږ امنیتي ځواکونو د جاني‎خېلو د ولسوالۍ تکتیکې شاه تګ کړی، اوس هم په ولسوالۍ کې یو، خو له ولسوالۍ نه د یو کیلو متر په مسافه کې یو، نو موږ درې سرتیري ټپیان لرو، دوه سرتیري شهیدان لرو، په جګړه کې مخالفینو ته هم ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده، د مخالفینو تقریباً پنځلس کسان وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي."

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني

د پکتیا د امنیه قوماندان د شاه تګ د لاملونو په باب وویل:

"د دې لپاره چې دلته ولسونه او ګڼه ګوڼه ډېره وه او دلته ډېر زیات هټیوال وو، د دې لپاره چې دوی ته څه زیان ونه رسېږي، مخالفینو د ثقیله یا درنو وسلو ډزې کولې، نو ځکه موږ تصمیم ونیو چې لږ را په شاه شو، نو اوس تدابیر ورته نیسو، په هغه ځایونو چې دوی ورڅخه انداختونه کوي عملیات وکړو. "

د پکتیا امنیه قوماندان توریالی عبدیاني وايي، اوسمهال په جاني خېلو کې جګړه دریدلې، خو دوی تیاری نیولی تر څو په هغو سیمو عملیات وکړي چې وسله وال ورڅخه د درنو وسلو ډزې کوي.

دی وايي، افغان ځواکونه به ډېر ژر بېرته د ولسوالۍ بازار ته ننوځي:

"فعلاً وضعیت نورمال دی، جنګ نشته، دښمن تحرکات لري، موږ هم ورته اماده ګي لرو، مورچلې او خطونه ټول په قوت کې دي، انشاالله نور حمایوي کمکونه به هم را ورسیږي، موږ په خپله د جاني خيلو په ولسوالۍ کې یو، د بازار په یو کیلومتری کې مو موقعیت دی، موږ ورته ترتیب لرو چې له خیره بېرته د ولسوالۍ بازار ته داخل شو، ولسوالي تعمیر نلري، نو فعلاً نه زموږ په لاس کې ده او نه د مخالفینو په لاس کې ده."

بل لوري ته وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ يې د جاني خېلو ولسوالۍ ټولې سیمې له افغان ځواکونو نیولي او سرتېرو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده، خو د پکتیا چارواکي وايي، له ښارګوټي یوازې یو کیلومتر لېرې تللي دي.

نېږدې درې اونۍ مخکې وسله والو طالبانو د پکتیا د جاني خېلو د ولسوالۍ مرکز ونیو چې تېره جمعه بېرته افغان ځواکونه ورغلل، خو تېر ماښام یو ځل بیا د ولسوالۍ له مقره افغان ځواکونه په شاه شول.