دفاع وزارت: د پکتیا جاني خیلو کې وسله والو سره جګړه دوام لري

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پکتيا په جاني خېل ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه دوام لري.

د دې وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ حملې وکړې او نيمه شپه يې وکړای شو ولسوالۍ ته ننوځي.

دی وايي:

"له بده مرغه د هغو حملو په نتيجه کې چې دوی پرون وکړې او اوسمهال د همدې ولسوالۍ دننه، زموږ د ملي اردو، ملي پوليسو او د ځايي پاڅونونو کسان د افغانستان له دښمنانو سره په جګړه بوخت دي. "

د ښاغلي رادمنش په وينا، افغان امنيتي ځواکونه په ساحه کې حضور لري او ډېر ژر به وسله والو مخالفان وځپي.