سرپل والي: که میرزا اولنګ کې عملیات ژر پیل نه شي دنده پریږدي

د سرپل د والي د وروستي خبرداري سره-سره چې ویلي و، که په میرزا اولنګ سیمه کې ډېر ژر تصفیوي عملیات پیل نه شي له خپلې دندې به استعفا وکړي، تر اوسه دغه عملیات نه دي پیل شوي.

د ازادي راډیو خبریال وایي، د عملیاتو لپاره تیاری نیول شوی او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي هم سیمې ته رسیدلی دی.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت پرون په سرپل ښار کې خبریالانو ته وویل چې که د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات ژر پیل نه شي خپله دنده به پریږدي.

دغه سیمه پنځه ورځې مخکې د دولت وسله والو مخالفینو ونیوله او ویل کېږي د سیمې شاوخوا ۵۰ اوسیدونکي یې په بې رحمانه توګه وژلي دي.

د هغوی له خوا یرغمل شوي ۲۳۵ تنه وړمه ورځ خوشې شول خو ویل کېږي چې په لسګونو نور تر اوسه له هغوی سره برمته دي.