اوکراین له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې

اوکراین له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، تر ټولو زیاتو افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د دفتر د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، اوکراین د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې په خپله خاوره کې، ۱۴۹۷ افغان کډوال د خوندیتوب وړ پېژندلي چې دا د سوریې په ګډون د نورو هېوادونو د کډوالو په پرتله، تر ټولو لوړه شمېره ده.

د انټرفاکس خبرې اژانس د خبر له مخې، دغه‌راز د هغو کډوالو په ډله کې چې له ۲۰۱۶ ميلادي کال راهیسې یې له اوکراین څخه د پناه غوښتنه کړې، هم د افغانانو شمېر تر ټولو زیات دی.

۶۵۷۳ افغانانو په اوکراین کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۴۰۰ زره زیاتو اوکراینیانو بیا له روسیې د پناه غوښتنه کړې ده.