چارواکي: د سرپل د یرغمل شویو کورنیو له ډلې ۲۳۵ تنه خوشې شوي

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي د طالبانو له‌خوا د لسګونه یرغمل شویو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني وايي، طالبانو د هغو لسګونه کورنیو له ډلې چې څو ورځې مخکې یې په میرزا اولنګ سیمه کې برمته کړې وې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۵ تنه خوشې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د سیمې ډېر نور اوسېدونکي تر اوسه له طالبانو سره دي، خو دقیق شمېر یې ونه‌ښود.

په عین حال کې، دفاع وزارت د دې تر څنګ چې د سیمې د بېرته نیولو لپاره د پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي، وایي چې له ټولو امکاناتو کار اخلي چې ټول یرغمل شوي د طالبانو له منګولو وژغوري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل:

"موږ خپل ټول ترتیبات نیولي او له ټولو امکانانو څخه کار اخلو چې خلکو ته خپل امنیتي خدمات ورسوو او هغه کسان چې هلته د ترورېستانو له‌خوا یرغمل شوي، د هغوی له منګولو خلاص کړو."

وسله‌والو طالبانو د سرپل دا سیمه چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه‌ګان دي، څو ورځې مخکې ونیوله او ویل کېږې شااوخوا ۵۰ اوسېدونکي یې وژلي دي.