سویډن له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۹ میلیونه ډالره مرسته کوي

سویډن په افغانستان کې د وګړو د تړون يا «میثاق شهروندي د پروګرام» له لارې له بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې او يو لړ نورو بنسټيزو پروژو د پلي کولو په برخه کې ۹ میليونه ډالره لګوي.

په کابل کې د سویډن سفیر اندرېس سجوبرګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزیر سره ګډې خبري ناستې ته وویل چې په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان د پام وړ پرمختګونه کړي او سویډن به د دغو پرمختګونو د دوام په هدف له افغانستان سره خپلې همکارۍ جاري ساتي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان په تېرو ۱۵ کلونو کې ډېر زیات پرمختګ کړی او سویډن ژمن دی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. زه ډېر زیات خوښ یم چې د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د وګړو د تړون پروګرام پېل کړي او زه خوشحاله یم چې نن تاسو ته دا اعلانوم چې سویډن د دغه پروګرام د ملاتړ پرېکړه کړې."

ښاغلي سجوبرګ دغه‌شان وویل چې د سویډن مرستې به په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د ختمولو، د بشري حقونو د ودې او اد قتصادي پروګرامونو د پراختیا پر پروژو ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې سویډن د افغانستان سره د ۱۰ کلن پلان له مخې تر ۲۰۲۵ میلادي کاله پورې لږ تر لږه د يو میلیارد ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، د سویډن په تازه مرستو به په هغو ولایتونو کې چې اړتیا په‌کې ډېره لیدل کېږي نېږدې ۱۴ زره کسانو ته کاري زمینې مساعدې کړي.

د یاد وزارت مسؤلین وايي، دغه مرستې به تر ډېره په هغو ولایتونو کې ولګول شي چې بې‌ځایه شوې کورنۍ او له نورو هېوادونو راغلي کډوال په‌کې ډېر مېشت دي.

د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد دراني بیا يادې خبري ناستې ته وویل چې د سویډن له‌خوا شوې مرستې به لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په کتو لګول کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ۹ میلیونه ډالر د نړیوال بانک او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د میثاق شهروندي پروګرام له لارې مصرفېږي، دغه پېسې تر ډېره هغه ځایونو ته ځانګړې شوي چې هلته د کډوالو راستنېدل زیات وي او يا داخلي بې‌ځایه شوي په‌کې ډېر وي. موږ کوښښ کوو دغه پیسې په هغه ځای کې مصرف کړو چې نهایت زیات ضرورت ورته وي."

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې داسې انتقادونه هم موجود دي چې د نړیوالو له‌خوا شوې مرستې اړو او مستحقو خلکو ته نه‌رسېږي او بې‌ځایه حیف و میل کېږي.

خو د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد درانی بیا په ټینګار سره وايي چې د سویډڼ له‌خوا شوې تازه مرستې به په ډېر دقت او غور سره تر هغو خلکو ورسول شي چې ورته اړ دي.

راپور: واصل وصال