د سرپل ولایتي شورا: طالبان میرزا اولنګ کې خلک تګ راتګ ته نه‌پرېږدي

د سرپل ولایتي شورا او سیمه‌ییز چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې وسله‌وال طالبان خلک تګ راتګ ته نه‌پرېږدي.

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي حسین مجاهد زاده نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو په میرزا اولنګ سیمه کې ۱۵۰ کورنۍ یرغمل نیولي او د دې اړتیا ده څو مرستندویه ځواکونه ژر دې سیمې ته واستول شي.

مجاهد زاده وايي، طالبانو د صیاد په میرزا اولنګ کې ۷۰ تنه چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل دي وژلي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې په میرزا اولنګ کې طالبان حاکمه دي او خلک تګ راتګ ته نه‌پرېږدي.

اماني بیا د محلي پولیسو او ملېشه‌و په شمول د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ تنه یاد کړ.

د سرپل د صیاد ولسوالۍ میرزا اولنګ کلی د شنبې په ورځ د طالبانو په کنټرول کې ورغلی دی.