چارواکي: میرزا اولنګ کې د ۱۵۰ کورنیو ژوند د مرستندویه ځواکونو پورې تړلی دی

د سرپل ولایت چارواکي د صیاد ولسوالۍ په یوه کلي کې د داعش ډلې او طالبانو له‌خوا د کلابندو کورنیو د ژغورنې لپاره له مرکزه سیمې ته، د مرستندویه ځواک د استولو غوښتنه کوي.

چارواکو ویلي چې په ميرزا اولنګ سیمه کې د داعش ډلې او طالب وسله‌والو په ګډه له ۵۰ زیات ملکي وګړي وژلي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني وايي چې د صیاد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کلي کې ۱۵۰ کورنۍ لا هم د وسله‌والو طالبانو او داعشیانو تر محاصرې لاندې دي او دا وېره شته چې د وژل شویو ملکیانو له برخلیک سره مخ شي.

​ښاغلی اماني وايي، په سیمه کې چې لا هم د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې ده، د سیمه‌ییزو ځواکونو مقاومت ځای ځای روان دی، خو دی د سیمې د پاتې اوسېدونکو د برخلیک په اړه اندېښنه ښيي او وايي، هېڅ مرستندویه ځواک له مرکز څخه ميرزا اولنګ ته نه‌دی استول شوی.

ښاغلی اماني په دې سیمه کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو غوښتنه کوي، څو هلته پاتې کلابند ولسي خلک د وسله‌والو له ګواښ څخه وژغوري.

ښاغلي اماني زیاته کړه:

"اوس‌مهال په ميرزا اولنګ کې ۱۵۰ کورنۍ د مرګ او ژوند ترمنځ مبارزه کوي، دوی د طالبانو او داعشیانو له‌خوا اسیران شوي، که مرکزي حکومت د ميرزا اولنګ د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو په برخه کې سمدستي جدي اقدام ونه‌کړي، نو د دې ۱۵۰ کورنیو برخلیک به هم د شهیدانو په څېر وي."

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وايي، د داعش ډلې او طالب وسله‌والو د شنبې په ورځ د ماشومانو او ښځو په ګډون د ميرزا اولنګ څه باندې ۵۰ کلیوال په ګډه له یوې مخې ووژل.

د دوی په وینا، وسله‌والو دا کسان یا په ډزو ووژل او یا یې سرونه ترې پرې کړل او ځیني یې حتی د کمرونو او درو لاندې وغورځول.

چارواکي وايي وسله‌والو د دې ملکي وګړو مړي هم دوی ته نه‌دي سپارلي.

غلام حسین انوري د سیمې یو اوسېدونکی چې د دې خونړۍ پېښې پر مهال له کلي په تېښته بریالی شوی، خو وسله‌والو یې پلار او د کورنۍ غړي ورته وژلي، ازادي راډیو ته وایي:

"اته کسان‌یې یوځای په ډزو ووژل چې پلار مې هم په‌کې و او زموږ د کورنۍ نور ۱۱نېږدې غړي، ترورزیان، ماماګان، د تره زامن او نور یې هم راته شهیدان کړل."

په ميرزا اولنګ کې د ملکي وګړو ډله‌ییزه وژنه ظاهراً له هغې دوه ورځنۍ جګړې سره تړاو لري چې سیمه‌ییزو پولیسو یا حکومت پلوه ملېشو هلته له وسله‌والو مخالفینو سره وکړه.

د چارواکو په وینا، په دې جګړه کې د ۶۰۰ او ۱۰۰ ترمنځ وسله‌والو د سیمه‌يیزو پولیسو پر ضد په جګړه کې برخه درلوده.