د سرپل چارواکي وايي طالبانو او داعش لاس یو کړی او دغلته‌یې لسګونه کسان وژلي

د سرپل ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د لسګونه ملکیانو په وژنه کې وسله‎والو طالبانو او د داعش ډلې یوه قوماندان لاس درلود.

د صیاد ولسوال شریف امین‌یار ویلي چې دا حملې د داعش او طالبانو له‎خوا په ګډه د اسلامي دولت په نوم شوي دي.

امین‌یار وايي، مؤثق راپورونه ښيي چې ۵۰ تنه د وسله‎والو طالبانو له‎خوا وژل شوي چې په‎کې ۱۸ محلي پولیس او ملېشه او نور عام خلک شامل دي.

امین‎یار وايي، دا حملې د طالبانو او داعش د دوو قوماندانانو له‎خوا په ملکیانو شوي چې د طالبانو مشري ملا نادر او د داعش مشري ملا غضنفر کوله.

خو وسله‎وال طالبان وايي، دا حملې یوازې د دوی کسانو کړې ده.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، ملا غضنفر د طالبانو وفاداره کس دی خو په حملو کې یې ملکیان نه‎دي وژلي.

ویل کېږي دغه ملکیان هغه وخت وژل شوي چې وسله‎والو طالبانو او داعش جنګیالیو په ګډه د میرزا اولنګ سیمه د شنبې په ورځ په خپل کنټرول کې راوسته.

په میرزا اولنګ باندې دوه ورځې سخته جګړه روانه وه.

د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني بیا وايي، ۲۵ کسان لادرکه هم دي.

په میرزا اولنګ کې د وژل شویو ملکیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سرپل والي ظاهر وحدت بیا تائیدوي چې د صیاد او په خاصه توګه د میرزا اولنګ کنټرول د دوی له وسه وتلې خبره ده.

هغه له مرکزي حکومته د لا زیات ملاتړ غوښتونکی دی.

د سرپل والي ظاهر وحدت

د سرپل والي ظاهر وحدت وايي:

"میرزا اولنګ د صیاد امنیتي دروزاه ده. صیاد د سرپل د امنیت لپاره ډېر مهم دی او سرپل هم د ټول شمال لپاره خاص اهمیت لري. له مرکزي حکومت نه موږ دا غوښتنه کړې او بیا یې هم وایو چې د میرزا اولنګ، کوهستاناتو، سوزمه قلعه او ځینو نورو سیمو د بیا نیولو توان د سرپل سیمه‌ییز حکومت نه‎لري."

د افغان حکومت مشرانو د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې د خلکو وژنه غندلې ده.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د وسله‎والو مخالفنیو دغه کار د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او جنګي جنایت بللی دی.

اخوا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغان پوځیان به په ټول توان د میرزا اولنګ د بیا نیولو او د خلکو د وژونکو د ځپلو هڅې وکړي.

که څه هم وسله‎وال طالبان او داعش جنګیالي سره جوړ نه‎دي او په ځینو سیمو کې یې سختې نښتې هم سره کړې دي، خو د راپورونو پر اساس کله کله ځیني طالب قوماندانان داعشیانو ته وراوښتي دي.

که په رښتیا هم په مرزا اولنګ کې د افغانستان د دغو دوو سرسختو مخالفو ډلو د یوځای کېدو خبره سمه وي دا به د امریکا له ملاتړ برخه‌مند افغان حکومت په وړاندې یوه لویه ننګونه وي.

افغان حکومت بیا په وار-وار په دې ټینګار کړی چې که په افغانستان کې له مخالفو وسله‎والو او ترورېستي ډلو بهرنی ملاتړ بند شي ډېر ژر به افغان پوځیان د دغو مخالفینو په ځپلو برلاسي شي.

په افغانستان کې د ناټو او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن پخوا ویلي و په افغانستان باندې د ټولې نړۍ د تمرکز اړتیا د دې لپاره لیدل کېږي چې په سیمه کې یې ګڼو ترورېستي ډلو سره لاس ورکړی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی