چارواکي: طالبانو د سرپل په ميرزا اولنګ کې ډله ییز خلک وژلي

د سرپل والي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې لسګونه اوسېدونکي په ډله ییز ډول وژلي.

وسله والو طالبانو پرون د شنبې په ورځ د صیاد ولسوالۍ میرزا اولنګ سیمه چې د سرپل د والي محمد ظاهر وحدت په وینا، ستراتیژیک اهمیت لري، ونیوله.

ښاغلي وحدت نن یکشنبه خبریالانو ته وویل، وسله والو طالبانو د ماشومانو او ښځو په ګډون د دې سیمې د ۳۰ او ۴۰ تر منځ اوسېدونکي یو ځای په ډزو وژلي دي.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ميرزااولنګ سیمه کې د ولسي خلکو ډله ییزه وژنه غندلې ده.

د اجرائیه ریاست په بیان کې د ښاغلي عبدالله له قوله ویل شوي چې د طالبانو د بې رحمۍ په وړاندې حکومت وسله والو قواوو ته امر کړی چې د دې کلي د بېرته نیولو لپاره کلک اقدام وکړي.

د سرپل والي ښاغلي وحدت همداراز وویل چې که دغه ولایت ته اضافي ځواکونه ونه لېږل شي، نو دا خطر شته چې د سرپل مرکز سقوط وکړي.