چارواکي: د ارزګان په دهراوود کې ۱۷ وسله وال مړه او ټپیان شوي

د ارزګان سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دهراوود امنیه قوماندان شاه محمد نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په چتو سیمه کې پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې په وینا یې، د پوځ په توپچي ځوابي حملو کې طالبانو ته دا مرګ وژبله اوښتې ده.

نوموړي په دې اړه چې څو وسله وال مړه او څو ټپیان دي او همداراز د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

له ارزګان څخه د یوه بل خبر له مخې، پرون شنبه د دې ولایت په چورې ولسوالۍ کې ۲پولیس د ماین په چاودنه کې ټپیان شول.

د چورې ولسوال امین الله نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، دا پولیس سرتېري پرون په تورې چینې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ټپیان شول.