د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په کار ده چې نړیواله ټولنه له ترهګرو د ملاتړ اخیستنې او د افغانستان په سوله کې د رښتینې همکارۍ په تړاو، پر پاکستان فشارونه زیات کړي.
د غه ریاست وايي، اړتیا ده چې د نړیوالې ټولنې لهخوا له پاکستان سره کار وشي، تر څو دا هېواد د ترهګرو د ملاتړ پر ځای د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان دولت په دې اړه امریکا او نړیوالې ټولنې سره بېلابېلې سپارښتنې هم مطرح کړي، خو ویې نهویل چې دا وړاندیزونه کوم دي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
ښاغلي فیصل زیاته کړه:
"په پاکستان کې لا هم ترورېزم موجود دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې لازم اقدامات وشي او پاکستان د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي، امریکا او نور هېوادونه چې په دې برخه کې څومره ګټور رول ادا کولای شي، باید ادا يې کړي. "
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکمسټر د شنبې په ورځ له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې له وسلهوالو طالبانو ملاتړ امریکا ته د زغم وړ نهدی.
ښاغلي مسټر ویلي، سپینه ماڼۍ په تمه ده چې له وسلهوالو طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په برخه کې بدلونونه وویني.
مکمسټر که څه هم پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې زیانمن هېواد بللی، خو ویلي یې دي چې دا د پاکستان خپل انتخاب و.
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې هم پاکستان تورن کړی و چې یاد هېواد په خپله خاوره کې یوازې د هغو طالبانو پر ضد عملیات کړي، کوم چې دوی ته ترې ګواښ متوجې و.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې راغلي و چې افغان طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو نوموړي هېواد يې پر وړاندې د پام وړ اقدامات نهدي کړي.
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په برخه کې د امریکايي چارواکو تُند غبرګونونه نمایشي ګڼي او وايي چې هر څه باید په عمل کې ثابت شي.
انتظار خادم
د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادمیې په اړه وایي:
"زه باور لرم چې بار بار دا خبرې شوي، خو کله چې دا خبرې عملي بڼه ونهلري او په عمل ولاړې نهوي، نمایشي خبرې هېڅ معنی نهلري، باید د دوی دا څرګندونې عملي بڼه خپله کړي."
ښاغلی خادم وايي، امریکا ته په کار ده چې له ترهګرو څخه د ملاتړ له امله له پاکستان سره جدي چلند وکړي.
دی وايي، امریکا دې پر پاکستان د اقتصادي بندیزونو تر څنګ د پاکستان په خاوره د ترهګرو د روزنې مرکزونه هم په نښه کړي او په خبرهیې چې په دې توګه شونې ده چې افغانستان، سیمه او نړۍ د ترهګرۍ له خطره خوندي شي.
راپور: اکرامالله اکرام