ازاد: ولسمشر غني او روحاني پر بېلابېلو مسئلو خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په ایران کې د هغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني سره ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند نجیب الله زاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دواړو مشرانو پر بېلابېلو مسایلو خبري کړي دي:

"په دې ملاقات کې پر امنیتي مسایلو بحث وشو، پر دې سربیره په تجارت، ترانزیت، د نشه موادو د قاچاق، د سرحداتو پر امنیت، د اورګاډي پټلۍ پر غځولو، چابهار بندر او د افغاني کډوالو پر ستونزو خبري اتري وشوې."

جمهوري ریاست وایي، د ایران ولسمشر حسن روحاني ښاغلي غني ته د افغانستان د وروستیو امنیتي پیښو له کبله خواخوږي وښوده او د افغانستان سره یې د امنیت ټینګولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دا دوه اړخیزه لیدنه د ایران د ولسمشر روحاني د لوړي تر مراسمو دمخه وشوې.

افغان ولسمشر د حسن روحاني د لوړي په مراسمو کې د ګډون لپاره نن تهران ته ولاړ.

ټاکل شوې د شاخوا سلو هېوادونو څخه بهرني مېلمانه په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.