چارواکي: وسله والو سرپل کې دوی سره ایسار ۱۵ سیمه ییز پولیس وژلي

وسله والوا طالبانو د سرپل په میرزا اولنګ سیمه کې ۱۵ سیمه ییز پولیس چې له دوی سره ایسار شوي وو، ووژل.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني دا پېښه منلې او ازادي راډیو ته یې وویل چېپېښه وروسته له هغه شوې چې طالبانو تېره شپه د صیاد ولسوالۍ دغه سیمه ونیوله.

تر دې وړاندې د سیمه ییزو پولیسو یوه قومندان ازادي راډیو ته ویلي وو چې طالبانو د میرزا اولنګ سیمې څو تنه اوسېدونکي له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي او شااوخوا ۳۰ کورونه یې سوځولي دي.

د طالبانو یوه ویاند د کورونو د سوځولو ادعا رد کړه.