مقتدا الصدر د شیعه ملېشو د منحلېدو غوښتنه وکړه

د عراق مخکښو شیعه دیني عالمانو د شیعه ځواکمنو ملېشو د منحلېدو غوښتنه وکړه.

مقتدا الصدر چې له امریکا سره مخالف دی او د بغداد په خوارو خلکو کې پراخ نفوذ لري، د جمعې په ورځ له حکومته وغوښتل چې الحشد الشعبي وسله وال منحل کړي.

د الحشد الشعبي ملېشو شمېر یولک او دوه ویشت زره اټکل کېږي چې ایران یې ملاتړ کوي.

مقتدا الصدر په بغداد کې خپلو زرګونو پلویانو ته وروسته تر دې پرون خبرې کولې چې څو ورځې مخکې د ایران پخواني سیال، سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د سعودي عربستان له ولیعهد سره وکتل.

الصدر په خپله وینا کې د عراق پر صدراعظم حیدر العبادي غږ وکړ چې د الحشد الشعبي ملېشه یا منحل کړي یا یې له پوځ سره یوځای کړي.

دیني عالم الصدر په ورته وخت کې له حکومته وغوښتل چې د دغو شیعه ملېشو وسلې راغونډې کړي.

په ورته وخت کې بل مخکښ شیعه عالم شیخ فاضل البدیري وویل، د دې لپاره چې په عراق کې د ایران د اغیز مخه ونیول شي او په عراق کې فرقه اي شخړې پای ته ورسېږي، شیعه ملېشه باید منحل شي.