حسن روحاني د ایران د ولسمشرۍ دوهمې دورې لپاره لوړه پر ځای کوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن شنبه د ولسمشرۍ دوهمې دورې لپاره لوړه پر ځای کوي.

د لوړې مراسم د ایران د پارلمان په ودانۍ کې تر سره کېږي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې د ایران ستر مذهبي مشر د اګست په درېیمه نېټه په رسمي ډول هغه تایید کړ.

ښاغلی روحاني به تر لوړې وروسته د پارلمان غړو او نورو لوړ پوړو چارواکو ته وینا وکړي.

تمه ده له څه باندي ۱۰۰ هېوادونو بهرني مېلمانه پدغو مراسمو کې ګډون وکړي او دا کار د ایران لپاره چې د ۱۹۹۷ کال اسلامي انقلاب را وروسته منزوي شوی و، یوه د پام وړ لاسته راوړنه ده.

د ایران د قانون له مخې، روحاني باید په دوو اونیو کې خپله کابینه د باور رأیو اخېستلو لپاره، پارلمان ته معرفي کړي.