میاخېل: په تېرو ۵ میاشتو کې ۲۱زره کورنۍ بېځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت وايي چې یوازې په وروستیو پنځو میاشتو کې، لږترلږه ۲۱زره کورنۍ د جګړې له امله بېځایه شوي دي.

د هغه وزارت مطبوعاتي سلاکار، حفیظ احمدمیاخېل ازادي راډیو ته وویل:

"ډېر خلک په هغو ولایتونو کې چې امنیت یې خراب دی، بېځايه شوي دي، په کندز کې جګړه ده، په بغلان کې امنیت خراب دی او له دې امله زیات خلک په دې ولایتونو کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي."

ښاغلي میاخېل پرون جمعه څرګنده کړه چې لږترلږه نهه زره کورنۍ چې پخوا د جګړې له امله له خپلو سیمو تښتېدلې وې، د امنیت له ښه کېدو سره بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

د افغانستان د کډوالو او بېر ته ستنېدونکو وزارت وايي، د ټولو بېځایه شوو کورنیو شمېر یولک او دري پنځوس زره دی.