له فډریکا موګریني څخه د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنېشنل د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ پر مشرې فډریکا موګریني غږ کړی چې ایران ته د خپل سفر پر مهال په دې هېواد کې د بشري حقونو د ټولو فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

د بشري حقونو دې مدافع ټولنې چې په یوه راپور کې یې تهران د خلکو په بې رحمانه ځپلو تورن کړی دی له اروپايي ټولنې همدا راز غوښتي چې د ایران په وړاندې کلک دریځ خپل کړي.

د ایران په چارو کې د ایمنیسټي انټرنېشنل څیړونکي نسیم پاپایاني مېرمن فډریکا موګریني ته سپارښتنه وکړه چې په ایران کې د بشري حقونو د مدافعانو د مرکز د پخوانۍ مشرې نرګس محمدي په ګډون د بشري حقونو له مدافعانو سره د کتنې غوښتنه وکړي.

پاپایاني وايي، فډریکا موګریني باید د بشري حقونو د مدافعانو د بې قید او شرطه او سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرې ویاندې کاترين رې وویل چې فډریکا موګریني به دا موضوع له ایراني چارواکو سره مطرح کړي.

په پام کې ده چې مېرمن فډریکا موګریني سبا شنبې د ایران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.