"م.م": داعش لا هم عراق او سوریه کې یزدي اقلیت وژني

د ملګرو ملتو یو کمېسیون وایي چې د اسلامي دولت ډله لا هم په عراق او سوریه کې یزدي اقلیت په ډله ییزه توګه وژني او نړۍ د دې ناورین د مخنیوي لپاره ډېر لږ څه کړي دي.

د سوریې د پېښو د پلټنې لپاره د ملګرو ملتونو کمېسیون پرون وویل، هرڅومره چې په رقه کې پر داعش فشار زیاتېږي هغومره دوی د یزیديانو ښځې او نجونې غلامانې کوي او نه یې پریږدي چې وتښتي.

د عراق په شمال کې د سنجار په ښار کې د دوه زره څوارلسم کال په اګست کې په زرګونو یزیدیان داعش ونیول چې اکثر یې لا هم تري تم دي.

رقه ښار د دوه زره پنځلسم کال په وروسیتو کې بېرته له یزیدیانو ونیول شو او هلته د یزیدیانو دیرش ډله ییز قبرونه وموندل شول.

د ملګرو ملتو د پلټنې دغه کمېسیون وایي چې په سوریه کې د یزیدیانو پر شاوخوا درې زره نجونو او ښځو هره ورځ د داعش له لوري جنسي تیری کېږي او له هغوی سره نور زور زیاتی هم روان دی.