افغان حکومت په ایران کې د اوبو کړکېچ د دوی د کورني سیاست محصول یادوي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي د اوبو هغه کړکېچ چې په ایران کې راغلی د دغه هېواد د کورني سیاست محصول دی او له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌لري.

وروسته له هغې چې ایراني چارواکو افغانستان په دې تورن کړی چې د دوی په اوبو یې یرغل کړی، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت دا مسئله ردوي او ټینګار کوي چې د ایران د اوبو د مدیریت له امله د افغانستان چاپېریال ته زیان رسېدلی دی.

د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال عبدالبصیر عظیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د اوبو هغه کړکېچ چې په ایران کې راغلی د هغه هېواد د کورني سیاست محصول دی، له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‎لري.

ښاغلی عظیمي زیاتوي له علمي پلوه د افغانستان په اړه د ایراني چارواکو اعتراضونه د پام وړ نه‎دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت اداري او مالي مرستیال عبدالبصیر عظیمي

دی وايي:

"د ایران په داخل کې د اوبو د مدیریت طریقې له محیطي پلوه افغانستان متضرر کړی او هغه شمېر بندونه چې په افغانستان کې جوړ شوي ډېر محدود دي، هغه اعتراض چې د ایران ولسمشر او ایراني چارواکو کړی له علمي پلوه د پام وړ نه‎دی. هغه چا چې په دې برخه کې اشتباه کړې هغه ایران دی، موږ د هغوی په اوبو هېڅ ډول یرغل نه‎دی کړی."

ښاغلی عظیمي وايي، هغه بندونه چې په افغانستان کې جوړ شوي ډېر محدود دي او دا د افغانستان حق دی چې له خپلو اوبو څخه استفاده وکړي، خو د نوموړي په وینا ایران له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې ۴۰ بندونه جوړ کړي او افغانستان ته د بهېدونکو اوبو مخه‌یې نیولې ده.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د ایران د کرنې د وزیر سلاکار ویلي، افغانستان د ایران په اوبو یرغل کړی.

له دې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړېدو په وړاندې بې‌تفاوته نه‎شي پاتې کېدای چې دا څرګندونې د افغان حکومت د مشرانو له تُند غبرګون سره مخ شوې.

په هرات کې د سلما د بند بیارغونه چې کارونه‌یې پای ته رسېدلي، په نیمروز کې د کمال خان بند، په هلمند کې د کجکي بند د ترمیم چارې او په فراه کې د بخش‎اباد بند جوړول د بندونو د جوړېدو په برخه کې د افغان حکومت هڅې بلل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د ایراني چارواکو دا څرګندونې ردوي وايي، ایران په پراخه کچه د افغانستان له اوبو استفاده کوي او باید مخه‌یې ونیول شي.

نثارحارس

د دغې جرګې غړي نثار حارس ازادي راډیو ته وویل:

"د ایراني چارواکو وروستۍ څرګندونې په قاطع ډول ردوم هغه اوبه چې ایران ورنه استفاده کوي د افغانستان اوبه دي او دا چې ایران ورنه غیر قانوني استفاده کوي افغان لوری هم کولای شي له خپلو اوبو څخه استفاده وکړي."

ښاغلی حارس زیاتوي، افغان چارواکي باید د ایرانیانو په وړاندې پرېکنده ځواب ووايي، د ده په وینا تر دې پرته به ایران ته دا فرصت ورکړل شي چې د افغانستان له اوبو څخه په غیر قانوني توګه زیاته استفاده وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان