نی: پر ټولنیزو شبکو له لګول شویو جزايي کوډونو سره اکثره خلک مخالف دي

"نی" یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، د دوی سروې ښيي، کوم جزايي کوډونه چې د حکومت له‌خوا پر ټولنیزو شبکو لګول شوي، اکثره خلک ورسره مخالف دي.

که څه هم په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره "نی" وايي، د دوی سروې ښيي، کوم جزايي کوډونه چې د حکومت له‌خوا د ټولنیزو شبکو پر کاروونکو لګول شوي، د هېواد اکثره اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان او لوستې طبقه‌یې ورسره په مخالفت کې درولې ده.

د دغې ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"کومه سروې چې «نی» د ټولنیزو رسنیو په اړه کړې ښيي چې په ۱۰۰ کې ۸۳ کسان چې ورنه پوښتنه شوې، د حکومت له‌خوا پر ټولنیزو رسنیو د لګول شویو کوډونو د تعدیل غوښتونکي دي، ۱۷ سلنه یا په دې اړه بېخي معلومات نه‌لري او یا هم په همدې شدت سره‌یې غوښتونکي دي."

مجیب خلوتګر

د ښاغلي خلوتګر په خبره د جزا د قانون په لومړي فصل کې د ټولنیزو شبکو په اړه شااوخوا ۵۰ موارد لیکل شوي چې له نیمايي څخه زیاد یې د ټولنیزو شبکو کارول محدودوي.

دی وايي، په دې کوډونو کې داسې کلمات راغلي چې تعریف شوي نه‌دي.

له بله پلوه تولید ته په‌کې جرم ویل شوی، مثلاً، د ځینو فلمونو او تصویرونو تولید په‌کې جرم ګڼل شوی.

ده هیله وښوده چې حکومت په دې برخه کې بدلونونه راولي.

د «نی» اداري مسؤلینو وویل، په دې سروې کې چې ۸۰ فیصده ځوانان او روښان فکران په‌کې پوښتل شوي د حکومت له‌خوا د جزايي کوډونو پر لګولو انتقاد شوی دی.

د «نی» د ادارې د مسؤلینو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو د کارولو اوونۍ هر کال د اسد د میاشتې له لومړیو ورځو څخه پیلېږي او د دوی په خبره هدف‌یې دا دی چې خلک د ټولینزو رسنیو له ګټو سره بلد او د ضرورت په وخت کې یې وکاروي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د ټولنیزو شبکو او رسنیو د کارونې لپاره ټول کوډونه د هېواد د اساسي قانون سره سم په پام کې نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند صابر مهمند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر هغه څه چې د اساسي قانون او د رسنیو په قانون کې تنظیم شوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه پلي کوي او هغه ممنوعه موارد چې د دغو قوانینو له مخې منع شوي او د ټولنې او ملي ارزښتونو خلاف وي، د هغو مخه نیسي او هغه هم پلي کوي."

د «نی» د ادارې د معلوماتو له مخې اوس د افغانستان ۳۰ فیصده خلک د خبرونو، اطلاعاتو، علمي معلوماتو د ترلاسه کولو او تفرېحي موضوع‌ګانو لپاره له انترنټ څخه ګټه اخلي.

ټولنیزې شبکې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې فعالې شوي او د دې هېواد خلکو ته اکثراً د اطلاع رسونې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټینګار کوي چې خلک دې له دغو شبکو څخه مثبته ګټه واخلي.

راپور: خان محمد سیند