نی: د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی پر خپل حال دی

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، سره له دې چې تېر کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و، خو سږ کال بیا هم د دوی پر وړاندې په تاوتریخوالي کې کمی نه‌دی راغلی.

د « نی» د ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د تېر میلادي کال په اوو میاشتو کې ۱۱ خبریالان وژل شوي او یو شمېر یې د دې له امله چې راپور یا خبر یې د ځینو دولتي چارو له سلیقې سره برابر نه‌و، ګواښل شوي او امنیتي ادارو ته غوښتل شوي دي، خو دغه تاوتریخوالی سږ کال هم جاري دی.

ښاغلي خلوتګر وویل، د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې یوازې دولتي چارواکي نه بلکې د دولت وسله‌وال مخالفین هم شامل دي.

د ده په خبره د مرکزي بغلان د روغتون رئیس په دې تور چې خبریالانو ته‌یې د جنګ د ټپیانو معلومات ورکول زنداني شوی او په زابل ولایت کې د «نی» خبریال د رسنیو د تخطئ د کمېسیون له پرېکړې پرته، ځايي امینتي چارواکو پوښتلی او ګواښلی دی.

همدارنګه وسله‌والو طالبانو د هلمند او بغلان ولایت خبریالان په دې نامه ګواښلي چې د دوی په ګټه تبلیغات نه‌کوي.

ښاغلي خلوتګر له حکومت او مخالفینو وغوښتل چې د خبریالانو د فعالیتونو پر وړاندې دې خنډونه نه‌جوړوي، څو واقعیتونه خلکو ته ورسوي.