خامنه‌ای د حسن روحاني د بيا ولسمشر کېدو ملاتړ وکړ

د ايران ستر مذهبي مشر په رسمي توګه د حسن روحاني د بيا ولسمشر کېدو ملاتړ اعلان کړ.

خامنه‌ای نن د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د ايراني چارواکو او بهرنیو مشرانو يوې غونډې ته وويل، زه دا انتخابات تائیدوم او تا د جمهوري ايران د ولسمشر په توګه ټاکم.

۶۸ کلن روحاني چې خپل ځان ته منځلاری وايي، د مې په مياشت کې د دوهم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو.

دی به د ايران په پارلمان کې د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ لپاره لوړه کوي.