عراق سفارت وایي چې ډېر ژر به خپلې هڅې په کابل کې بیا پیل کړي

د عراق سفارت وایي چې ډېر ژر به خپلې هڅې په کابل کې بیا پیل کړي.

د عراق د بهرنیو چارو د وزارت یو پلاوي د خلیل اسماعیل المسوي په مشرۍ تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره وکتل.

د ملي امنیت د شورا د خبرپاڼې په وینا، عراقي پلاوي ډاډ څرګند کړ چې خپلې هڅې به بیا په کابل کې ډېرې ژر شروع کړي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې د عراق پر سفارت برید وشو چې د دې حملې له امله د سفارت دوه افغان کارکوونکي ووژل شول او درې تنه ټپیان شول.

تر دې وروسته سفارت بند شو.

د دې حملې مسؤلیت داعش په غاړه اخیستی دی.

عراقي پلاوي د دې ترورېستي برید د شنډېدو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه.