هرات کې د دوو ځانمرګو بریدونو تلفات ۳۵ ته ورسېدل

د هرات په ښار کې پر جوادیه جومات د سې شنبې په ماښام د دوو ځان مرګو بریدونو تلفات ۳۵ ته ورسېدل.

د هرات د حوزوي روغتون د رسنیو مسؤل محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته د دې شمېرې د تائید تر څنګ وویل چې په دې حمله کې ۶۷ تنه نور ټپیان شوي دي چې په دې ډله کې د ۱۶ تنو روغتیايي وضعیت نازک وو او هغوی د درملنې لپاره د ایران مشهد ښار ته انتقال شول.

داعش د دې برید مسؤلیت منلی دی.