امریکا: کندهار کې موټر بم چاودنې دوه امریکایي پوځیان وژلي

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت تائید کړه چې د کندهار په ښار کې د پروني موټر بم چاودنې له امله دوه امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ ویاند جېف ډېوېس د دوو عسکرو مړینه تائید کړه، خو د ټپي شویو پوځیانو په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی او ادعا یې کړې ده چې د ناټو ۱۵ سرتېرې یې وژلي دي.

د کندهار په جنوب کې د ښار او هوایي ډګر ترمنځ پرون تر غرمې وروسته د داټسن موټر په واسطه دا چاودنه وشوه.