د پاکستان نوي صدراعظم له نواز شریف سره د مري په ښارګوټي کې وکتل

د پاکستان نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي پرون له پخواني صدراعظم نواز شریف سره د مري په ښارګوټي کې وکتل.

د پاکستان مؤقت صدراعظم تر دې لیدنې کتنې وروسته رسنیو ته وویل:

"موږ د نوې کابینې په اړه سلا مشوره وکړه چې د لوړې مراسم به ترسره کوي. که خدای کول په راتلونکي یو دوو ورځو کې به د کابینې غړي د لوړې مراسم ترسره کړي."

عباسي د مسلم لیګ نواز د ډلې دی چې د سې شنبې په ورځ‌یې له پارلمانه رأیې واخیستې.

له دې داسې ښکاري چې په اداري فساد تورن نواز شریف پر حکومت لاهم اغېز لري.

نواز شریف د جولای په ۲۸مه وروسته تر دې استعفا وکړه چې سترې محکمې په اداري فساد تورن کړ.