پاکستان کې افغان سفیر له جنرال قمر باجوه سره پر افغانستان وغږېد

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې.

دا غونډه پرون په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځیانو په مرکزي دفتر کې وشوه.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر تر دې ناستې وروسته په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دواړه لوري پر امنیتي موضوعاتو او د سرحد د امنیت د تنظیم پر مسئلې غږېدلي دي.