ځواک: د هلمند د ناوې ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه شوي

د هلمند چارواکي وایي چې تېره شپه د ناوې ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن جهار شنبه ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم په سیمه کې متفرقې ډزې شته، خو وایي تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

ښاغلي ځواک زیاته کړه:

"تېره شپه د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چېري چې د افغان امنیتي ځواکونو پوستې دي، نښتې شوې دي، افغان ځواکونه هم تلفات لري او وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو مشخصه شمېره یې معلومه نه ده، متفرق انداختونه اوس هم شته، خو قوه ساحې ته تللې، څو وضعیت کنټرول کړي."

خو تر دې وړاندې د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دغو بریدونو کي د محمد امین په نوم پوسته د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاس ته ورغله چې د هغېپوستي ۶ پولیس وژل شوي ۳ ټپیان دي او ۳ نور پولیس نادرکه دي.

سرچینې وویل، که چېرې په ناوې کې عملیات ونه شي او پاتې سیمي هم د وسله والو له ولکې ونه وځي، ښایې دا ولسوالۍ بیا سقوط وکړي، خو عمر ځواک وايي په ناوې کې کافي سرتېري شته او ډېر ژر به عملیات پیل کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي دي چي د ملي اردو یوه پوسته يې نیولي ده او ۱۵ سرتېري يې وژلي، خو دولتي مسؤلین دغه خبره نه مني.