د سې شنبې په ورځ د امريکا لوړپوړي ډیپلومات او د بهرنیو چارو وزير ټينګار وکړ چې روسیه دې له امریکا سره د اړيکو ښه کولو په هدف اقدامات وکړي.
رکس ټېلرسن ومنله چې د امریکا د کانګرس لهخوا پر روسیې بنديزونه به د اړيکو په مخ کې خنډ جوړ کړي.
د بهرنیو چارو د وزیر په توګه رکس ټېلرسن له روسيې سره د امریکا د اړيکو سمولو په هدف څه اقدامات کوي؟
رکس ټېلرسن ويلي چې يو څو ورځې وروسته به له خپل روسي سيال سره وويني.
ټېلرسن د ډونالد ټرمپ د ژمنو په اړه څه ونهويل چې مخکې يې له روسیې سره د اړيکو پراخولو په اړه کړې وې، خو ده وویل چې په سوريه کې دغه دواړه هېوادونه ځيني ګډ اهداف لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير رکس ټېلرسن
ده په دې اړه هم څه ونهويل چې په امریکا کې دننه د دې هېواد د ولسمشر د اهدافو په اړه شکونه شته په داسې حال کې چې د امریکا استخباراتي ادارو پر مسکو تور پورې کړی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې له ټرمپ سره د مرستې په هدف په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې وه.
د امریکا کانګرس پر روسيې اقتصادي بنديزونه لګولي دي نو په داسې حال کې د دغو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو څومره هيله شته؟
د یکشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين اعلان وکړ چې په روسيه کې د امریکا ډیپلوماتيک مأموریت بايد د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړي.
دا د امریکا هغو اقتصادي بنديزونو ته عکسالعمل دی چې په دې وروستيو کې امریکا پر روسيې د امریکا په ولسمشريزو انتخاباتو کې د لاسوهنې له امله ولګول.
ټېلرسن ويلي چې ټرمپ د بنديزونو د لايحې په اړه نهدی خوشحاله.
ده د کانګرس له غړو غوښتي وو چې دغه لايحه تصويب نهکړي ځکه د ده په وينا دا به د سپينې ماڼۍ هڅې له ستونزو سره مخامخ کړي چې له روسیې سره ښې اړيکې غواړي.
خو ټرمپ به دغه قانون توشېح کړي ځکه د کانګرس غړي کولای شي د ده پرېکړه ويټو کړي که دی دغه قانون توشېح نهکړي.
په داسي حال کې چې د امریکا د تحقيقاتو فدرال اداره او د کانګرس کمېټې د ټرمپ د کمپاين او روسيې د اړیکو په اړه پلټنې کوي، د ټرمپ د پرېکړې ويټو به په دې مانا وي چې د کانګرس غړي له مسکو سره د امریکا د ښو اړيکو په خاطر د ټرمپ هڅې ردوي.