عایشه ګلالۍ: د عمران خان په ګوند کې د عزتمندو مېرمنو عزت خوندي نه‌دی

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوې مخکښې غړې عایشې ګلالۍ د دغه ګوند مشر عمران خان په ګوند کې له مېرمنو سره په نامناسب چلند تورن کړ او د پاکستان له سترې محکمې یې وغوښتل چې په دې لړ کې دې تحقیقات وکړي.

اغلې ګلالۍ همدا شان له تحریک انصاف ګونده د استعفا ورکولو اعلان وکړ او لامل‌یې د هغې په خبره، د عمران خان له‌خوا هغې ته پر ټیلیفون «غیر اخلاقي» مسجونه وبلل.

عایشه ګلالۍ وزیر چې د قبایلي سیمې وزیرستان اوسېدونکې ده او د پاکستان په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند غړې وه، دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ مازیګر په اسلام‌اباد کې په یوې خبري غونډه کې وکړې.

خو کله چې خبریالانو په دغې خبري غونډه کې له ګلالۍ څخه د عمران خان د مسجونو په اړه پوښتنه وکړه، نو هغې وویل چې دا مسجونه دومره غیر اخلاقي دي چې له چا سره‌یې نه‌شي شریک کولای.

نوموړې همدا شان وویل، د عمران خان په تحریک انصاف ګوند کې د مېرمنو عزت او درناوی نه‌شته او په خبره‌یې چې په دغه ګوند کې د مېرمنو عزت خوندي نه‌دی.

نوموړې زیاته کړه:

"کله چې زه « PTI» ته راغلم، نو دلته ما یو بل چاپېریال وکوت چې له دغه چاپېریاله په دغه ګوند کې ډېرې مېرمنې پرېشانې دي، عمران خان چې ځان پاکه پرښته او نوره ټوله نړۍ خرابه ګڼي، د هغه په ګوند کې ما هغه کلچر ولید چې زه‌یې وبوږنولم، د هغه «عمران خان» ډېر حرکتونه دي، خو یو یې دا دی چې هغه مېرمنو ته غلط مسجونه لېږي، نو د عمران خان او د هغه شااوخوا ډلې له امله، په دغه ګوند کې د عزتمندو مېرمنو عزت خوندي نه‌دی."

ګلالۍ پر دې سربېره پر عمران خان تور ولګاوه چې د خېبر پښتونخوا د حکومت په اداري فساد یې ځان ناګاره کړی او په دې لړ کې د چا خبره نه‌اوري.

پر عمران خان دا تورونه په داسې وخت لګېدلي چې ګوند یې تېره اوونۍ په ستره محکمه کې د پاکستان د مخکېني صدراعظم نواز شریف پر ضد د فساد دعوه وګټله چې له مخې یې محکمې نواز شریف نااهله یاد او له دندې لیرې کړ.

له بلې خوا بیا تحریک انصاف ګوند پر عمران خان د ګلالۍ وزیر له‌خوا لګېدلي تورونه بې‌بنیاده بللي دي.

دغه ګوند پر خپلې رسمي ټوېټر پاڼې د عمران خان دفاع کړې او هغه‌یې د ښه کردار لرونکی او د مېرمنو درناوی کوونکی بللی او وایي:

"د هغه ګوند د مېرمنو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي."

پر عمران خان د ګلالۍ له خوا تر لګېدلو تورونو وروسته پر ټولنیزو رسنیو او همداشان د پاکستان پر ټلوېزیونونو تاوده بحثونه روان دي چې ځیني خلک پکې د ګلالۍ او ځینې بیا د عمران خان دفاع کوي او دا لړۍ لا روانه ده.

د یادونې وړ ده چې عمران خان د هغه ګوند «تحریک انصاف» مشر دی چې په تېرو انتخاباتو کې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ټولو زیاتې رأیې واخېستې او په دې صوبه کې یې حکومت جوړ او په پارلمان کې د مرکزي حکومت تر ټولو سر سخته اپوزېسیون ګوند په توګه راڅرګند شو.

راپور: ذبیح مومند