کابل چاپ ورځپاڼې د ننګرهار او بلخ اعتراضیه غونډو ته په څه نظر ګوري؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په مزار او ننګرهار کې پرونیو اعتراضیه غونډو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه مقالې او لیکنې خپرې کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د بلخ او ننګرهار پرونیو اعتراضیه غونډو ته په اشارې ویلي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو هر څه انحصار کړي، ځکه يې په وړاندې دغه ډول ائتلافونه جوړېږي.

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، تېره ورځ په بلخ کې د دولت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په یوه لویه غونډه کې د ملي یووالي حکومت مشران او په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غني د واک په انحصار تورن کړ.

سرمقاله لیکونکي د ائتلاف د مشرانو له قوله دا هم لیکلي چې دوی به د حکومت کاږه قدمونه سم کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې «د نظام پرضد ائتلاف د هېواد او ملي ګټو په خیر نه دی» تر نامه لاندې په خپره شوې سرمقاله کې لیکلي چې پرون سي شنبه یو شمېر کسانو زرګونه کسان په بلخ ولایت کې د افغانستان د ژغورنې په نوم راټول کړِي او دوکانونه يې پرې تړلي وو.

سرمقاله وړاندې لیکلي، دې غونډې ته چې ګډون وال يې په زور له ښار او بازاره راوستل شوي وو، د بلخ والي عطا محمد نور په خپلو خبرو کې په حکومت انتقاد وکړ او مرکزي حکومت يې د واک په انحصار تورن کړ.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د عطا محمد نور په خبرو کې د ملت د خیر لپاره هېڅ نه وو او یوازې شخصي غوښتنې يې درلودې چې له ملي ګټو سره په خطر کې دي.

ارمان:

د ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې وړاندیز کړی چی د هېواد ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

سرمقاله لیکونکی وايي، تېره ورځ په بلخ او ننګرهار کې د اعتراضیه غونډو پر مهال یو ځل بیا پر حکومت جدي انتقادونه وشول، خو د ارګ ماڼۍ ویاند وايي چې په حکومت کې دننه اپوزېسیون او ائتلافونه سیاسي او قانوني منطق نه لري.

سرمقاله لیکونکی وايي، دا چې حکومت دغه اعتراضونه بابېزه ګڼي، نو دا هم د حل لاره نه ده، بلکې پکار ده چې حکومت د خبرو اترو له لارې د اعتراض کوونکو قناعت حاصل کړي او ستونزې حل کړي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا «د لویو لارو بندول، له خلکو سره جګړه» تر عنوان لاندې په خپره شوې سرمقاله کې لیکلي چې وسله والو طالبانو په وروستیو کې څو وارې د کابل کندهار لویه لار د خلکو پر مخ وتړله او مسافرین يې ساعتونه ساعتونه بند پاتې شول.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د لویو لارو بندول له افغان ولس سره دښمني کول دي او په دې سره ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکلي چې د لویو لارو امنیت خوندي کول د حکومت دنده ده او که حکومت په دې دنده کې پاتې راځي، مانا دا چې خپل اصلي کار يې په سم شکل نه دی کړی.

سرمقاله لیکونکی له وسله والو مخالفینو غوښتنه کوي چې باید دوی خپلو شعارونو ته ژمن پاتې شي، ځکه د لویو لارو تړل، د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی او په کار ده چې نور دا کار ونه کړي.