د بخښنې نړيوال سازمان: ایران کې د بشر حقونو مدافعین ټکول شوي

د بخښنې نړيوال سازمان وايي، د ايران قضايي او امنيتي ادارو د بشري حقونو مدافعین ظالمانه ټکولي دي.

د دغه سازمان په نوي راپور کې راغلي، د ايران ملي امن ته د ګواښ پېښولو په غلط تور د بشري حقونو لسګونه ايراني مدافعین زندان ته اچول شوي دي.

د راپور پر بنسټ، ګڼ نور فعالان څارل شوي، پوښتنې او ګروېږنې ورڅخه شوي او ځان سانسورولو ته مجبور شوي دي.

په دغه راپور کې چې نن چهارشنبه خپور شوى، راغلي چې د ايران دولتي رسنۍ د بشري حقونو فعالان د پرديو جاسوسان، د دولت دښمنان او خاينين يادوي.

د بخښنې نړيوال سازمان د ايران له حکومت څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له کوم قيد او شرط پرته، ټول مدافعین له زندانونو خوشې کړي.