مسؤلین: په فاریاب او بغلان ولایتونو کې ۱۲ وسله‌وال وژل شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د فاریاب او بغلان په ولایتونو کې یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د دې قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د دولت‌اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې د عملیاتو او د غورماچ ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د شاهین قل اردو چارواکي همدارنګه زیاتوي چې د دوشي-بغلان د لویې لارې د پرانیستلو لپاره په جګړه کې هم درې وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.