ځایي خلک: افغان حکومت د وروستیو مرګونو پېښو مخنیوي کې پاتې راغلی

د هرات رزګونه اوسېدونکي په دغه ولایت کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات تر مرګونې پېښې وروسته د پېښې په ځای کې راټول شوي وو او افغان حکومت‌یې د دا ډول پېښو په مخنیوي کې پړ باله.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي، تېره شپه له دې پېښې وروسته راټولو شویو خلکو د افغان حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

پرون د سې شنبې په ماښام د هرات د ښار په جوادیه جومات کې چاودنو تر ۲۰ زیات کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده، ازادي راډیو ته وویل، دوه تنه د چاودېدونکو موادو سره د هرات ښار د بکراباد په سیمه کې د جوادیه په نوم د شیعه‌ګانو یو جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو له ډزو وروسته‌یې پر ځانونو پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچول.

د هرات د حوزوي روغتون د مسؤل ډاکتر محمد عارف شهرام په وینا، روغتون ته د پېښې له ځایه تر ۲۰ زیات مړي او تر ۳۰ زیات ټپیان وروړل شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.