شاهد خاقان عباسي د پاکستان موقت صدراعظم وټاکل شو

د پاکستان پارلمان شاهد خاقان عباسي د موقت صدراعظم په توګه وټاکه.

په مرکزي پارلمان کې د مسلم لیګ نواز ډلې دغه غړي د پارلمان له ۳۴۲ رأیو څخه ۲۲۱ وګټلې.

د پاکستان د پیپلز ګوند کاندید سید نوید قمر ۴۴ رأیې او د تحریک انصاف ګوند کاندید شیخ رشید احمد ۳۳ رأیې خپلې کړې.

مسلم لیګ نواز ګوند عباسي کاندید کړی و، دی پخوا د تېلو وزیر و، اوس به تر هغو صدراعظم وي چې د فرعي پارلماني انتخاباتو له لارې نوی صدراعظم ټاکل کېږي.

نواز شریف تېره اوونۍ سترې محکمې په اداري فساد تورن کړ او بیا ده له خپلې دندې استعفا وکړه.

داسې اټکل کېږي چې د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف چې د پنجاب صوبې اعلی وزیر دی، صدراعظم شي.

دا بهیر ښایي نېږدې دوه میاشتې وخت ونیسي.