د پاکستان موقتې صدراعظمۍ ته د عباسي د بریا چانس زیات دی

د پاکستان د پارلمان د نننیو رأیو له مخې، اټکل کېږي چې د پخواني صدراعظم نواز شریف یو نېږدې ملاتړی به موقت صدراعظم شي.

شاهد خاقان عباسي او د اپوزېسیون شپږو نورو غړو ځانونه د حکومت د نوي مشرتابه لپاره کاندید کړي وو.

خو د عباسي د بریالیتوب چانس د دې لپاره زیات دی چې په ولسي جرګه کې د نواز شریف مسلم لیګ ګوند اکثریت لري.

عباسي به تر هغو موقت صدراعظم وي چې د پارلماني فرعي انتخاباتو له لارې نوی صدراعظم وټاکل شي.

داسې ښکاري چې د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف به د فرعي پارلماني انتخاباتو له لارې صدراعظم شي.

دغه بهیر لږ تر لږه دوه میاشتې موده نیسي چې تر هغو به عباسي موقت صدراعظم وي.

نواز شریف د جولای په ۲۸مه وروسته تر دې استعفا وکړه چې سترې محکمې هغه په اداري فساد تورن کړ.