مسؤلین: د کندز د شیرخان بندر د ګمرک عواید ۹۸ سلنه زیات شوي

د کندز د شیرخان بندر د ګمرک چارواکي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې او ګواښونه پر خپل ځای دي، خو بیا هم د تېر کال د څلورو میاشتو په توپیر، د روان مالي کال په ورته موده کې ۹۸سلنه د دغه ګمرک په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د شیرخان بندر د ګمرک رئیس عبدالله حارث له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د تېر مالي کال په څلورو میاشتو کې یې ۳۵ سلنه عواید تر لاسه کړي وو، خو د روان مالي کال په ورته موده کې د دغه ګمرک عواید ۹۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

شیرخان بندر له تاجکستان سره په پوله د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى چې افغانستان‌یې له تاجکستان او د منځنۍ اسيا هېوادونو سره نښلولی دی.

د شیرخان بندر د ګمرک رئیس عبدالله حارث

ښاغلي حارث د شیرخان بندر د عوایدو د زیاتوالي لاملونه، د ګمرک له ادارو څخه په جدي توګه څارنه او د ماليې وزارت له‌خوا په دغه بندر کې د یو شمېر پرمختللو سېستمونو نصبول په ګوته کوي او وایي:

"د ماليې وزارت له‌خوا په دغه بندر کې نوي سیستمونه نصب شوي، همدارنګه سوداګرو ته موږ اسانتیاوې برابرې کړې دي چې له کبله‌یې د تېر کال په پرتله سږ کال د شیرخان بندر د ګمرک په عوایدو کې ۹۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی."

د نوموړي په وینا چې دا سیستمونه د سوداګرو د مالونو څرنګوالى، د بار اندازه او نور مشخصات د وارداتو او صادراتو په اړه پلټي، د سوداګرو ګمرکي اسناد په کم وخت کې بشپړ او معلومات‌يې د هېواد له ټولو سرحدي ګمرکونو سره شریکوي.

په ورته وخت کې، په شیرخان بندر کې د افغان سوداګرو د اتحادیې رئیس سید مجتبی هاشمي بیا وايي چې په دې وروستیو کې د کندز د سیمه‌ییزې ادارې له‌خوا د ګمرک په چارو کې د یو شمېر مافیايي کړیو مخه نیول شوې ده چې له کبله‌یې په سوداګریزو چارو کې سهولتونه رامنځته شوي او د دې بندر په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

سید مجتبی هاشمي

ښاغلي هاشمي وویل:

"موږ پخوا له یوه اندازه ستونزو سره مخ وو، ځکه امنیتي ارګانونو په مختلفو پلمو زموږ موټرونه درول، خو د والي صاحب، د ملي امنیت رئیس صاحب او د امنیې قوماندان صاحب په مرسته موږ وتوانېدو چې دغه خنډونه په شیرخان بندر کې د سوداګرو له مخې لیرې کړو."

د ګمرک رئیس زیاته کړه چې د افغانستان صادرات لکه تازه مېوه، بوره، لاسي صنایع، خوراکي توکي او داسې نور مواد دي، خو واردات بيا نفتي مواد، سمنټ، ودانيز توکي، خوراکي او يو شمېر نور توکي دي.

کندز له تاجکستان سره د ۲۷۰ کېلو متره په اوږدوالي ګډه پوله لري او د یو لوی پله په واسطه چې ٦٧٠ متره اوږدوالى لري، له تاجکستان هېواد سره نښلول شوی او له همدې لارې سوداګریز توکي د افغانستان او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ صادر او واردېږي.

راپور: اجمل ارین