مایک پنس د خپل سفر په دوهم پړاو کې ګُرجستان ته ورسېد

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د ختیځې اروپا هېوادونو ته د امریکا له‌خوا د ملاتړ د ډاډ له ورکولو وروسته د خپل سفر په دوهم پړاو کې پرون ګُرجستان ته ورسېد.

پنس ته د تبلیسي په هوايي ډګر کې د صدراعظم ګئورګي کویرکاشویلي «Giorgi Kvirikashvili» له‌خوا هرکلی وویل شو.

ګئورګي کویرکاشویلي خپل هېواد ته د پنس سفر خورا زیات مهم وباله او ویې‌ویل چې ګرجستان او امریکا په خپلو کې د امنیت، اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ګډ کار کوي.

پنس له استونیا څخه تبلیسي ته ولاړ.

د استونیا په پلازمېنه تالین کې ده د بالتیک له هېوادونو څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ او د هغو ګاونډۍ روسیه‌یې تورنه کړه چې غواړي د نړۍ سرحدونه له سره ترسیم کړي او ډموکراسۍ وګواښي.