د کورنیو چارو وزارت: د عراق پر سفارت برید کې ۲ ملکیان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د عراق پر سفارت په حمله کې دوه ملکیان وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل چې د حمله کوونکي هدف د خلکو وژل او د عراق د سفارت د کارکوونکو زیانمنول وو.

نوموړي وویل چې د یوې ښځې په ګډون، د سفارت د خدماتي برخې دوه کارکوونکي چې دواړه افغانان وو، په دغې حمله کې وژل شوي او د سفیر په شمول هېڅ عراقي وګړي ته زیان نه‌دی اوښتی.

ښاغلي دانش وویل چې په دې اړه څېړنې روانې دي او ورسته به له رسنیو سره شریکې شي.

په ورته وخت کې یو کس چې خپل ځان‌یې د «سي. ار. یو» یا د ناورین په وړاندې د ځانګړې قطعې مرستیال معرفي کولو، رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې حمله کوونکي درې کسان وو چې دوو یې خپلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او یو تن‌یې هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه ماسپښین د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې له حمله کوونکو سره نښته پای ته رسېدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرو یوې څلور کسیزې ډلې نن ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې په انصاري څلور لاري کې د عراق پر سفارت حمله وکړه چې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې پر ځان منلی دی.