دفاع وزارت: په عملیاتو کې ۹۷ وسله‎وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۹۷ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي، ۶۴ تنه نور ټپیان او یو تن نیول شوی دی.

دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، هلمند، کندهار، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شویو کې د طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي. خو وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.