ښاریان: د کابل پر سړکونو نویو موانعو لویو موټرو ته ستونزې جوړې کړي

یو شمېر کابل ښاریان د ښار په واټونو کې د امنیتي موانعو له جوړولو شکایت لري او وايي چې دغو موانعو یې موټرو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د کابل په ځینو واټونو کې د امنیتي موانعو د جوړولو په تړاو د خلکو له شکایتونو وروسته، یو شمېر کابل ښاریان وايي، اوس امنیتي ارګانونه غواړي چې دغه موانع د ښار له یوې سیمې، بلې ته ولېږدوي.

دوې د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه موانع امنیتي ستونزې نه‌شي هوارولی، بلکې خلکو ته‌یې نورې ستونزې هم جوړې کړې دي.

د دوی په خبره، د یادو موانعو په جوړولو او په بیا ورانولو به هم د ملت پيسې ولګېږي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي حبیب او سید نجیم وايي:

"دا موانع چې دوی جوړ کړي، تر څو چې غټ موټرونه ترې تېر نه‌شي، دا لوی مزاحمت دی، دا طرحه چې چا ورکړې، فکر یې نه‌دی کړی چې که کوم ځای اور واخلي، امبولانس به څنګه ورشي او که څوک کډه لېږدوي، په هوا یې تېره کړي او که تر ځمکې لاندې؟"

"بې‌ځایه لګښتونه ښه کار نه‌دی، ځکه چې یو ورځ‌یې جوړوي او بله ورځ‌یې بېرته ورانوي، په دې کې حکومت پاتې راغلی دی."

دوی وايي، د دغو موانعو د طرحې جوړوونکي باید وپوښتل شي، ځکه چې د خلکو ستونزې یې په پام کې نه‌دي نیولي.

خلک دا هم وايي چې اوس اړوندو مسؤلینو، دغه اوسپنیزې موانع د پل محمود خان، شاه دو شمشېره زیارت او سینما پامیر ته څېرمه سیمو څخه لیرې کړې دي.

د کابل ښار په یو شمېر واټونو کې د لویو موټرو پر وړاندې د اوسپنیزو موانعو د درولو پرېکړه تر هغې وروسته وشوه چې د دې ښار زنبق څلور لارې ته څېرمه په ټانکر بم چاودنه کې، څه باندې ۱۰۰ کسان ووژل شول او شااوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شول.

د کابل ښار په واټونو کې د دې موانعو د جوړولو هدف دا دی چې ښار ته له ضرورته پرته غټ موټر داخل نه‌شي.

د امنیتي مسؤلینو د معلوماتو له مخې، د دغو موانعو د جوړولو طرحه د کابل ښاروالۍ تر مشرۍ لاندې په یوه کمېسیون کې جوړه شوې وه.

پر دې سربېره، امنیتي ارګانونو له کابل ښاروالۍ سره په ګډه په دې وروستیو کې د کابل ښار د سړکونو له څنډو او ځینو لارو څخه د سمنټي دېوالونو د لیرې کولو لړۍ هم پیل کړې چې لا هم روانه ده.

په ورته وخت کې، د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په لارو کې، د موانعو جوړول، د خلکو د امنیت لپاره، د یوه منظم پلان له مخې عملي شوي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال حقنواز حقیار

د دغې قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار په دې اړه چې دغه درول شوې موانع ولې بېرته ورانېږي، وویل:

"په کومو سیمو کې چې موانع نصب شوي، لارښوونه‌یې شوې وه او له پلان سره سم دي او قراردادیان چې کار کوي، باید په ټاکلو ساحو کې یې نصب کړي، په خواشینۍ سره چې په ځینو سیمو کې به تېروتنه شوې وي، له همدې امله له هغو ځایونو لیرې کېږي او په نورو ځایونو کې نصبېږي."

ښاغلی حقیار وايي، د اطفائیې د تګ راتګ او سیمې ته د داخلېدو لپاره لارې ټاکل شوي او د تل لپاره به ورته خلاصې وي.

کابل ښاروالۍ وايي، د موانعو د درولو کار یوازې د دغې ادارې کار نه، بلکې د کابل ښار د ښه امنیت په هدف، د یو ګډ امنیتي کمېسیون د پرېکړې له مخې عملي شوی دی.

د ټولنیزو چارو کارپوه عطاالله حیران وايي، په واټونو کې د موانعو جوړول د خلکو تېر ایستل او د پیسو بې‌ځایه لګول دي.

دی وايي، که حکومت په رښتیا سره د کابل ښار د امنیت خوندي کول غواړي، باید له پرمختللو تخنیکي وسایلو کار واخلي.

راپور: خان محمد سیند