مایک پنس د بالتیک له هېوادونو د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس نن د بالتیک له هېوادونو څخه د متحدو ایالاتو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلي پنس نن د استونیا په پلازمینه تالین کې د استونیا، لاتویا او لیتوانیا له ولسمشرانو سره په کتنه کې وویل چې متحد ایالات به په مسکو کې د امریکا د سفارت د ډيپلوماټانو د شمېر د کمولو په اړه د مسکو د ګواښونو په وړاندې له خپلو اهدافو تېر نه شي.

ښاغلي پنس د ولسمشر ډونالد ټرمپ په حواله وویل چې امریکا به تل ترتله د دې هېوادونو د خلکو ترڅنګ وي:

"ولسمشر ټرمپ زه دلته را استولی یم څو تاسو ووایم چې موږ له تاسو سره یو. موږ د استونیا، لاتویا او لیتوانیا د خلکو ترڅنګ ولاړ یو او تل به ولاړ اوسو."

پنس زیاته کړه چې امریکا د بالتیک د هېوادونو په وړاندې د زور او نورو ګواښونو له کارولو سره مخالفت کوي.

د بالتیک دا درې هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه وو چې اوس مهال د ناټو غړي دي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د امریکا د سفارت د ډیپلوماټانو د شمېر د کمولو په برخه کې د روسیې غوښتنه خواشینوونکې بللې وه.

ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې له امریکا وغوښتل چې په مسکو کې د خپل سفارت ۷۵۵ کارکوونکي کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې دې غوښتنې ته د یوه احتمالي ځواب د ورکولو په اړه غور کوي.

د وزارت په بیان کې راغلي چې په روسیه کې د خپلو کارکوونکو د شمېر د کمولو او د دې محدودیت د اغیزو په اړه څېړنه کوي.

ولسمشر پوتین په خپله پرونۍ مرکه کې دا هم وویل چې د مسکو او واشنګټن د اړیکو د ښه کېدو لپاره داسې ژر تمه نشي کیدای.