هېلي: شمالي کوریا په اړه د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته اړتیا نشته

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هېلي وايي، د شمالي کوریا د بالستیک توغندي د وروستۍ ازموینې په اړه د امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته اړتیا نشته او هېڅ نتیجه به ورنه کړي.

میرمن هیلي پرون په یوه بیان کې وویل، داسې بیړنیو غونډو ته اړتیا نشته ځکه چې د شمالي کوریا ډکټاتور مشر ته به یوازې دا پیغام ورکړي چې نړیواله ټولنې د ده په وړاندې د جدي اقداماتو نیت نه لري.

میرمن هیلي وايي، د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه د پیونګ یانګ پرله پسې سرغړونو ته په پام سره د شمالي کوریا په اړه یو بل کمزوری پریکړه لیک به ډېر بې ګټې کار وي.

د امنیت شورا د اوسني پریکړه لیک شمالي کوریا ته د بالستیک توغندیو د جوړولو او نورو اټمي فعالیتونو اجازه نه ورکوي خو د دې هېواد یاغي رژیم خپل دې پوځي پروګرام ته دوام ورکړی.