ټرمپ او د جاپان صدراعظم د شمالي کوریا په اړه خبرې کړي

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ او د جاپان صدراعظم شینزو ابې د شمالي کوریا د "ممنوعه" اټمي پروګرام په اړه خبرې کړي او هغه‌یې یو جدي او پراخېدونکی ګواښ بللی دی.

دوی پرون په ټیلیفون خبرې کړي او په شمالي کوریا یې د ډیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو په راوستلو ټینګار کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو او جاپان په شمالي کوریا دا فشارونه په پيونګ یانګ د دې لپاره زیاتوي چې شمالي کوریا د جولای په ۲۸مه یو انټرکانټیننټال یا د لویو وچو میزایل وازمایه چې اټمي سروکه هم وړلی شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي بیا په شمالي کوریا د ملګرو ملتونو لګېدلي بندیزونه کمزوري بللي دي.

د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌لیک کې شمالي کوریا د هر ډول لیرې واټن ویشتونکو میزایلو له ازموینې او اټمي ټکنالوژۍ منع شوې ده.