د کابل ښار د اوبو رسولو او کانالېزاسیون لومړی نمبر قرارداد لاسلیک شو

د کابل ښار د اوبو رسولو اوکانالېزاسیون د لومړي نمبر پروژې قرارداد نن یکشنبه په ارګ کې لاسلیک شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې پروژې قرارداد د ممتاز ګروپ شرکت ته ورکړ شوی دی.

د ارګ په حواله، دا په افغانستان کې له څو سترو پروژو ده چې د جرمني پراختیايي بانک، د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره او د فرانسې انکشافي بانک يې تمویلوي او څارنه یې کوي.

پر دې پروژه به چې په دریو مرحلو کې بشپړېږي، تقریباً، ۷۲ مېلیونه ایرو ولګول شي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله،د پروژې له بشپړېدو سره به لږترلږه۱۰ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورسېږې.