په مولداوې کې سلګونو کسانو نن یکشنبه د دغه هېواد په انتخاباتي سېسټم کې د بدلونونو پر ضد مظاهره وکړه.
د هغه هېواد په پلازمېنه کې لاریون کوونکي چې د مولداوې او اروپايي اتحادیې بیرغونه يې لېږدول، د پارلمان د ودانۍ مخکې تېر شول.
د مولداوې پارلمان د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو په سېسټم کې ځینې بدلونونه راوستل چې پر اساس یې، سیاسي ائتلافونه په اسانۍ د پارلمان غړیتوب تر لاسه کولای شي، د نویو انتخاباتي حوزو د جوړېدو اجازه ورکوي او له کاندیدانو غواړي چې خپلې شتمنۍ اعلان کړي.
د پارلمان پر دې کار انتقاد شوی او یو شمېر کسان په دې باور دي چې دا بدلونونه په مولداوې کې د دوو سترو سیاسي ګوندونو په ګټه دي.
د ونیس کمېسيون چې په اروپا کې د بشري حقونو او ډیموکراټیکو اختلافاتو څارنه کوي، له دې بدلون سره مخالفت څرګند کړی دی.
خو د بدلون ملاتړ کوونکي وايي چې د پارلمان دا اقدام به سیاستوال ښه حساب ورکولو ته اړ کړي.
په مولداوې کې پارلماني انتخابات په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې کېږي.