د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا په اړه پر چین تور پورې کړی

د امریکا ولسمشر پر چین تور پورې کړی دی چې په خبره يې له شمالي کوریا سره يې د امریکا د شخړې د حل په مسئله کې هېڅ هم نه‌دي کړي.

ډونالد ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي متحده ایالات به د دې وضیعت دوام ته اجازه ورنه کړي.

ولسمشر ټرمپ وروسته تر هغې دا څرګندونې وکړي چې شمالي کوریا د جمعې په ورځ یو نوي لېرې واټن ویشتونکی توغندۍ تجربه کړ.

د شمالي کوریا په وینا دا توغندۍ چې اټمي سروکی هم لېږدولی شي د امریکا خاورې ته رسیدلی شي.

په همدې حال کې د امریکا هوايي ځواک وايي چې د دوی "بي یو" ډوله جنګي الوتکو د شمالي کوریا د توغندي له ازموینې وروسته د دغه هېواد پر هوايي قلمرو پروازونه وکړل.

ولسمشر ټرمپ د امریکا پر پخوانیو مشرانو انتقاد وکړ چې د ده په خبره چین ته يې د میلیاردونو ډالرو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړه خو چین د امریکا او شمالي کوریا د لانجې په کمولو کې هېڅ رول ونه لوباوه.

ښاغلي ټرمپ په ټویټر ویلي چین کولی شول په اسانی دا لانجه هواره کړي.