فراه کې سلګونو قومي مشرانو د دولت د پروژو ملاتړ اعلان کړ

په فراه ولایت کې سلګونو قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو په لومړي ځل د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د اوبو بندونو په برخه کې د دولت د پروژو ملاتړ اعلان کړ.

دغو مشرانو په ځانګړي ډول په فراه کې د بخش‎اباد بند جوړول د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه وباله او له دولته یې وغوښتل چې د اوبو بندونو په پروژو کې د ګاونډیو په ځانګړي ډول د ایران د لاسوهني مخه ونیسي.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان په همدې غونډه کې خلکو ته ډاډ ورکړ د ټولو امکاناتو په کارولو سره پر دغه بند کار کوي او جوړوي یې:

"که ټوله دنیا هم مخالفت وکړي، د بخش آباد بند جوړېږي. کورني او بهرني خنډونه به زموږ مخته نه درېږي. حتی که حکومت فقر ته ورسېږي، د فراه یو میلیون وګړي حاضر دي زر زر افغانۍ ورکړي او موږ به دا بند جوړوو. "

دا په‎داسې حال کې ده چې په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي چې وسله‎والو طالبانو د شنبې په سهار په شورابک ولسوالۍ کې د اوبو یو بند په چاودېدونکو موادو الوزولی دی.