که امریکا افغانستان کې خپله ښکیلتیا پای ته ورسوي څه به پېښ شي؟

د سټارز اېنډ سټرایبزخپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی "که امریکا په افغانستان کې خپله ښکیلتیا په بشپړه توګه پای ته ورسوي څه به پېښ شي؟"

د لیکنې لیکوال وايي، په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه داسې نه ښکاري چې په نېژدې راتلونکې کې د پای ته ورسېږي.

خپرونه زیاتوي:

شپاړلس کلونه تېر شول، په افغانستان کې تقریباً ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري ووژل شول، ۷۰۰ میلیارده ډالر ولګېدل خو په دې جګړه بریا لا هم لېرې ښکاري. د لیکوال په وینا اوس تر ډېره هدف دا ښکاري چې باید دا جګړه و هم نه بایلل شي.

خپرونه د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ بحث ته به اشارې وايي: په دې بحث کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو سلاکارانو د هغه پلان په اړه شک او تردید لري چې غواړي په یو مناسب شمېر اضافي امریکايي سرتیري افغانستان ته واستوي او په دې هېواد د جګړې د بریالیتوب لپاره د څو نورو کلونو تعهد وکړي.

ستارز اېنډ سټرایبرز خپرونې په دې لیکنه کې په افغانستان کې د بېلابېلو لورو پوښتلي چې که امریکا په افغانستان کې خپله ښکیلتیا په بشپړه توګه پای ته ورسوي، څه به پېښ شي؟

په لیکنه کې دې پوښتنې ته د نورو ځوابونو سربېره د امریکايي ځواکونو د ویاند ویلیم سالوین ځواب هم راغلی دی.

نوموړی وايي:

"که چېرې امریکا او ناټو افغانستان خوشې کړي، نو یوه داسې تشه به پریږدي چې د هغو شلو تروریستي او سخت دریځو وسله‎والو ډلو له‎خوا به ډکه شي چې همدا اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلي سیمه کې فعال دي. "

د سالوین په وینا دا ترهګرې ډلې به نه یوازې دا چې د افغانستان د بې ثباتۍ سبب شي بلکې پر امریکا او لویدیځ به د بریدونو طرحې جوړې کړي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم پر همدې موضوع خپله سرمقاله لیکلي ده.

په سرمقاله کې د ولسمشر ټرمپ په اداره کې د افغانستان پر ستراتیژۍ بحثونو ته اشاره شوې او په ځانګړي توګه د ټرمپ د ځینو سلاکارانو هغه وړاندیز یاد شوی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پرځای د خصوصي امنیتي کمپنیو د ګمارنې په اړه دی.

ورځپاڼه د نیویارک ټایمز د یوې لیکنې په حواله وايي:

د سپینې ماڼۍ سلاکارانو سټیفن بنون او د ولسمشر ټرمپ زوم جارېد کوشنر له دوو هغو سوداګرو څخه چې د پوځي قراردادونو څخه ګټه تر لاسه کوي غوښتي چې افغانستان ته د اضافي امریکايي ځواکونو د استولو بدیل وړاندې کړي.

لاس انجلس ټایمز وايي، دا یو ډېر ناوړه وړاندیز دی او زیاتوي د ولسمشر ټرمپ سلاکاران باید د بلاک واټر امنیتي کمپنۍ تاریخ ته وګوري چې کارکوونکي یې په عراق کې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د ۱۴ عراقي ملکیانو په وژنه محکوم او دا خصوصي امنیتي کمپنۍ بدنامه شوه.

مقاله لیکي:

په افغانستان کې جګړه د تکتیکونو بدلون ته اړتیا لري او دغلته د پوځ خصوصي کول د ستونزې ځواب نه‎دی.

د لاس انجلس ټایمز سرمقاله زیاتوي، د افغانستان په اړه د امریکا د ادارې بیا کتنه باید د پوځي ستراتیژۍ وراخوا هم پراخه شي، ډیپلوماسي یې هم باید یوه برخه و اوسي چې په کې به پر پاکستان د فشار زیاتولو هڅې هم شاملې وي څو په خپله خاوره هغه ترهګرې او سخت دریځې ډلې وځپي چې په افغانستان کې پر امریکايي، ائتلافي او افغان ځواکونو بریدونه پلانوي.